د بهرنیو چارو وزیر د اسلامي همکاریو سازمان په ۵۱مه غونډه کې گډون وکړ

د ا.ا.ا. د بهرنيو چارو وزير محترم مولوي امير خان متقي د اسلامي همکاریو سازمان د بهرنيو چارو وزيرانو ۵۱مه غونډه کې د گډون په موخه استانبول ته رسېدلی او نن يې په یاده غونډه کې گډون وکړ.
د بهرنيو چارو وزير به ناستې ته د وينا ترڅنگ د گڼو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو سره د ناستې په څنډه کې پر دوو اړخيزو او سيمه‌ييزو مسايلو هم ليده کاته ولري.