دکتور محمد نعيم يادې غونډې ته په وينا کې افغانستان د سیمې د اتصال او اقتصادي ثبات مهم شریک وگڼه او زياته يې کړه, اسلامي امارت چمتو دی, چې د ټرانسپورټ، برېښنا، سوداگرۍ او نورو بنسټیزو برخو په گډون، په سترو سیمهییزو پروژو کې فعاله ونډه واخلي.
ښاغلي معین همدا راز د اسلامي امارت بهرنی سیاست پر اقتصادي تمرکز، سیمهییزو همکاریو او متقابل درناوي ولاړ وبله او له نړیوالې ټولنې، سیمهییزو هېوادونو, سازمانونو او هم له مرستدويه بنسټونو یې وغوښتل، چې د افغانستان د اوسنۍ اقتصادي ودې او بنسټيز پرمختگ ملاتړ وکړي.