په مسکو کې له یو افغان ماشوم سره د تاوتریخوالي قضیه جدي څارل کېږي

د ا.ا.ا. بهرنیو چارو وزارت د مسکو په شیریمیتوا نړیوال هوايي ډگر کې د یو تن بېلاروسي وگړي له لوري له یوه افغان ماشوم سره د تاوتریخوالي قضیه له نیژدي څاري او په مسکو کې د افغانستان سفارت ته دنده سپارل شوې چې په کوربه هېواد کې له ټولو ډیپلوماټیکو او حقوقي لارو د موضوع د تعقیب او له پایلویې وزارت ته معلومات وړاندې کړي،

په مسکو کې د ا.ا.ا لوی سفارت مستشار حافظ عبدالله یاسر د ټپي ماشوم د پوښتنې پرمهال د هغه له کورنۍ سره د بهرنیو چارو وزارت له لورې رالېږل شوې نغدي مرستې سربېره د هر أړخېزې همکارۍ ډاډ ورکړی.
داچې مجرم په توقیف کې دی د ا.ا.ا د بهرنیو چارو وزارت د روسیې فدراسیون څخه غوښتنه کوي ترڅو د مجرم دوسیه جدي تعقیب او په خپله سزا یې ورسوي.