۰۶ شَوَّال ۱۴۴۵

د د ااا د بهرنيو چارو وزير مولوي امير خان متقی په اسلام اباد کې تر نړيوال اسلامي کنفرانس غونډي مخکي د انډونيزيا د بهرنيو چارو وزيرې آغلي ريتنو مارسوديا سره وکتل.

د يوه لوي اسلامي هيواد په توګه د انډونيزيا سره د افغانستان اړيکي تاريخي وبلل شوې او د راتلونکي لپاره پر ښو اړيکو ټينګار وسو. په ناسته کي د افغانستان د اوسني واقعيتونو په رڼا کي د انډونيزيا څخه په اقتصادي، تعليمي او سياسي چارو کي د همکاريو غوښتنه وسوه.