Ministry of Foreign Affairs of Afghanistan

۲۴ جُمَادَىٰ ٱلْأُولَىٰ ۱۴۴۵

غزه کې د صهيونيستي یرغلګرو د بې‌مخېيني وحشت په تړاو د ا.ا.ا. د بهرنيو چارو وزارت اعلامیه

پر څلوېښتو ورځو اوړي چې په غزې تړانګه کې د ټولو انساني نورمونو خلاف د صهيونيستي ځواکونو وحشت ادامه لري. اسرائیلي يرغل د هرې ورځې په تېرېدو سره د جنګ د قوانينو ټول حدود ماتوي او په دې وروستیو ‏کې يې پر روغتونونو هم بريدونه پيل کړي چې وروستی مورد يې د الشفاء پر طبي کمپلکس د صهيونيستي ځواکونو بريد دی.

د ا.ا.ا. د غزې د بې‌دفاع ولس پرخلاف د اسرائیلو وحشت يو ځل بيا په تر ټولو کلکو ټکو غندي، د صهيونيستي رژيم مسؤولين د جنګ مجرمين بولي ‏او د دوی کړنې په غزه کې په واضح ډول د جنګ د قوانينو نقض او جنګي جرائم ګڼي.

ا.ا. د ملګرو ملتونو پر سازمان او د بشري حقونو پر نورو مدعي سازمانونو غږ کوي، که چېرې خپلو اعلاني ارزښتونو ته رښتينی تعهد لري بايد په غزه کي د اسرائيلو د بشر ضد جرمونو پرخلاف ‏د رښتيني، روښانه او منصفانه دريځ پر خپلولو سره د روان وحشت مخه ونيسي.

په دې اړه د غربي دولتونو او سازمانونو دوه‌ګونی چلن به دا باور لا يقيني کړي چې د دوی لپاره د بشر حقونه يوازې د يوې حربې ارزښت لري چې د خپلو سياسي موخو لپاره يې کاروي.

همداراز د ا.ا.ا. له عربي او اسلامي هېوادونو يو ځل بيا په ټينګه غواړي چې د غزې د مظلومو مسلمانانو غږ واوري او د مؤثرو او معناداره اقداماتو په ترسره کولو سره خپل ديني او انساني مسؤوليتونه ادا کړي.

Read Previous

په هرات ولایت کې د ترکمنستان نوي جنرال قونسل ښاغلي باتیار یالوف د ا.ا.ا. د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي سره تعارفي لیدنه ترسره کړه.

Read Next

غزه کې پر اوربند د هوکړې په تړاو د ا.ا.ا. د بهرنیو چارو وزارت اعلامیه

Leave a Reply