۱۸ رَمَضَان ۱۴۴۵

‏نن د ا.ا.ا د بهرنیو چارو د سرست وزیر مولوي امیر خان متقي په مشري لوړ رتبه پلاوي د قطر په مرکز دوحه کې د ۱۶ اروپایې هیوادو له سفیرانو سره غونډه وکړه.

په غونډه کې د افغانستان په بشري او اقتصادي وضعیت، بشري حقوقو، بشري مرستو، سیاسي روابطو، تعلیمي او اجتماعي چارو، د ښوونکو پر معاشاتو ‏او مثبتو تحولاتو خبرې وشوې.
د غونډې ټولو برخوالو ژمنه وکړه چې د افغان ولس د هر اړخیز بهبود لپاره به ممکنه جدي هڅې کوي او زیاته یې کړه چې نړیواله ټولنه اماده ده تر څو د بشري مرستو په برخه کې مؤثر ګامونه واخلي.
د اسلامي امارت پلاوي د غونډې د برخوالو د ځینو امنیتي اندېښنو په تړاو ‏ډاډ ور کړ چې حکومت یې هیچاته اجازه نه ورکوي چي افغان خاوره د چا په ضرر استعمال کړي.
همدا راز د لګېدلو بندیزونو، ګنګل شویو پیسو او په دې اړه د امریکايي ولسمشر د وروستي اقدام په اړه هم بحثونه وشول.
د بهرنیو چارو وزیر متقي صاحب وویل: موږ ته په هیڅ صورت داخبره د منلو وړ نه ده چی ‏داپیسې د بشري مرستو او یا هم غرامت په نامه مصرف شي.
د امریکا شارژ دافیر جان جانسن د وضاحت په ډول وویل؛ د ګنګل شویو پيسو د تقسیم په اړه د جمهور ریس بایډن خبره په رسنیو کې غلطه تعبیر شوې او په یوه میکانیزم کار روان دی چي احتمال لري د یادو پیسو یوه برخه د افغانستان بانګ په اختیار کي ‏ور کړل شي چي د خپلي پښتیباني په ډول استفاده ځیني وکړي.
په پای کې دغه ناسته مؤثره او د روابطو د جوړېدو او ټینګښت وسیله وبلل شوه او غوښتنې وشوې چې تداوم پیدا کړي.