د افغانستان او پاکستان تر منځ د گډ مشورتي میکانیزم ناسته وشوه

د افغانستان اسلامي امارت او پاکستان د بهرنیو چارو وزارتونو تر منځ د سیاسي مشورتي میکانیزم لومړی پړاو غونډه په اسلام‌آباد کې ترسره سره شوه.
د افغانستان له لورې د پلاوي مشري د بهرنیو چارو وزارت د لومړۍ سیاسي څانګې رئیس مفتي نور احمد نور او د پاکستاني پلاوي مشري د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان او لوېدیځې آسیا د چارو معین سید علي اسد ګیلاني پرغاړه وه.
دواړو لوریو په دوه اړخیزه سیاسي مسائلو، سوداګرۍ، ټرانزیتي همکاريو او سیمه‌ییز اتصال خبرې وکړي.

همدا ډول په سیمه ییزو او نړیوالو سیاسي مسائلو هم د نظر تبادله وشوه.
دواړو لوریو په پاکستان کې د افغان بندیانو او مهاجرینو د ستونزو په حل، او افغان مریضانو او سوداګرو ته د ویزو په ورکړه کې د اسانتیاوو په راوستلو ټینګار وکړ.

دواړو خواوو ژمنه وکړه چې د شته ننګونو د حل لپاره به خپل تعامل ته دوام ورکوي، او د سیمه‌ییز پرمختګ او د دوه‌اړخیزو اړیکو د لا پیاوړتیا لپاره یې په امنیت ټینګار وکړ.