۱۷ رَمَضَان ۱۴۴۵

‏نن د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیر خان متقي د ترکيې د بهرنیو چارو له وزیر مولود چاووش اوغلو سره تیلیفوني خبرې وکړې.

په دغه اړیکه کې ښاغلي متقي د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان او د هغه میرمنه چې په کورونا اخته شوي دي د صحت پوښتنه وکړه، د اسلامي امارت د مشرتابه د خواخوږۍ ‏پیغام یې ورسره شریک کړ او روغتیا دعایې ورته وکړه.

وروسته ښاغلي متقي د ترکیې هېواد له لوري د نېکۍ په اورګادي کې د ٧٥٠ ټنه خوراکي او ژمني توکو چې د فبروري میاشتې په ٧ نيټه د تورغونډۍ بندر ته را ورسېدل مننه وکړه.
ښاغلي اوغلو ډاډ ورکړ چي له ٥٠٠ تر ٧٠٠ ټنو پورې نوري مرستي به هم د ‏روانې فبروري میاشتې په پای کي افغانستان ته ورسیږي، او د ترکیې سرې میاشتې او نورو خیریه موسسو له خوا د مرستو لړۍ به دوام ولري.
ښاغلي اوغلو همدارنګه په کابل کې د ویزو د ورکړې بهیر د پیلیدو څخه خبر ورکړ، او وعده یې وکړه چې د مارچ په میاشت کې به په مزار شریف کې هم د ترکیې ‏هېواد قونصلي خدمتونه پیل شي.
ښاغلي اوغلو د نوي افغان حکومت د مثبتو اقداماتو هر کلی وکړ، او د پوهنتونو د پيلیدا په اړه یې خوښي څرګنده کړه.