‏نن د بهرنیو چارو وزارت ته په کابل کې د پاکستان سفیر احضار کړل شو.

په دغه ناسته کې د بهرنیو چارو د وزیر مولوي امیرخان متقي تر څنګ د ملي دفاع وزارت مرستیال محترم الحاج ملا شیرین اخند هم ګډون درلود، افغان لوري د پاکستاني ځواکونو له لوري تازه د خوست او ګنړ په ځینو سیمو کې ترسره ‏شوي بریدونه وغندل او په ټینګار سره یې د بیا تکرار د مخنیوي غوښتنه وکړه.
متقي صاحب وویل؛ د خوست او ګنړ په شمول د ټولو نظامي تخطیو مخنیوی دي وشي او دغه ډول پېښې د دواړو همسایه هیوادونو تر منځ اړېکې ترېنګلې کوي چې له همدې ترینګلي حالت څخه به د دواړو هیوادو بد ‏خواهان او مغرضې کړۍ سوء استفاده وکړي او بدې پایلې به ولري.
په پای کي د پاکستان سفیر ته اعتراضیه لیک وسپارل شو چي خپلو مشرانو ته یې ورسوې.

MFA _Afghanistan

Read Previous

‏د ا.ا.ا د مسلمانانو لومړنۍ قبلې، اقصی جومات کې پر ملکي فلسطينيانو د اشغالګرو له خوا تاوتريخوالی په سختو ټکو غندي.

Read Next

په سویډن کې د قرآن کریم د سوځولو په اړه د ا.ا.ا. د بهرنیو چارو وزارت اعلامیه !

Leave a Reply