۰۷ شَوَّال ۱۴۴۵

نن د قطر په پلازمینه دوحه کې د اسلامي امارت او خلیج د همکاریو د شورا د لوړ پوړي هیئت او استازو ترمنځ غونډه وشوه

په دې کتنه کې چي ټوله ورځ یې دوام درلود په سیاسي او اقتصادي وضعیت او د افغانستان خلکو ته په عاجلو بشري اړتیاوو بحث او خبرې وشوې. د غونډې ګډونوالو د افغانستان د ملي حاکمیت، خپلواکۍ، یووالي، ځمکنۍ بشپړتیا ته د درناوي او د افغانستان په کورنیو چارو کې د نه لاسوهنې په برخه کې پر خپل کلک دریځ او د افغانانو په اساسي حقوقو ټینګار وکړ.
په غونډه کي پر نړیوالي ټولنې غږ وشو چې افغانستان ته له بشري مرستو سره سره انکشافي مرستي هم ولېږدوي ترڅو د افغانستان د اقتصادي وضعیت د ښه کولو لپاره کار ځیني واخستل شي.
د غونډې ګډونوالو په افغانستان کې هغه بریدونه وغندل چې ملکي وګړي او ملکي جوړښتونه په نښه کوي. دوی دغه راز ټینګار وکړ چې د افغانستان خاوره د هېڅ کومي ډلې او اشخاصو لخوا د بل هېواد امنیت ګواښلو لپاره ونه کارول شي.
همداراز ټولو ګډونوالو دغه ناسته مثبته وګڼله او د داسې بوختیاو پر دوام یې ټینګار وکړ چې موخه یې د افغانستان د ثبات او امنیت ساتل او د افغانستان د خلکو د غوښتنو او هیلو پوره کول دي.
په پای کې ټولو ګډونوالو د قطر له دولت څخه د دې غونډې د کوربه توب او مېلمه پالنې مننه وکړه.