‏نن مولوي رحمت‌الحق فُضَیل د بهرنیو چارو وزارت کارمندانو ته رسماً د مالي او اداري معین په توګه وروپېژندل شو. ښاغلی فُضَیل تېره اوونۍ د عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ هبةالله اخوندزاده صاحب په حکم د ا. ا. د بهرنیو چارو وزارت د مالي او اداري معین په توګه وټاکل شو.

‏د ښاغلي رحمت‌الحق فضیل د پېژندنې په غونډه کې د بهرنیو چارو وزیر، مولوي امیر خان متقي، سیاسي معین الحاج شیر محمد عباس ستانکزي او د بهرنیو چارو وزارت ګڼو رئیسانو او کارمندانو ګډون کړی و.

MFA _Afghanistan

Read Previous

‏نن د ا. ا. ا. د بهرنیو چارو وزارت او چین ولسي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت ترمنځ د دواړو هېوادونو د بشري مرستو او د افغانستان اقتصادي بیارغونې د مکانیزمونو په چوکاټ کې دویمه پرلیکه ناسته ترسره شوه.

Read Next

د بهرنیو چارو د وزیر مولوي امیر خان متقي په مشرۍ لوړ رتبه هیئت د امریکا د ځانګړي استازي ټام ویسټ او پلاوي سره چې په ترکیب کې یې د سپنې ماڼۍ، خزانې وزارت، USAID او یو شمیر نورو ادارو لوړ پوړي استازي وو د قطر په مرکز دوحه کې دوه ورځنۍ ناسته تر سره کړه.

Leave a Reply