۱۷ رَمَضَان ۱۴۴۵

پرون د بهرنیو چارو له وزیر مولوي امیرخان متقي سره د اندونیزیا د جمهوریس پخواني مرستیال او اوسنې د سرې میاشتې ریس ښاغلي یوسف کلا تلیفوني خبرې وکړې.

ښاغلي یوسف کلا لومړۍ په پکتیکا او خوست کې د زلزلې له امله د اغېزمنو شویو هیوادوالو پوښتنه وکړه او خواخوږي یې څرګنده کړه،دغه راز یې ژمنه وکړه چې له زلزله ځپلو سره هر راز مرستو او همکارۍ ته اماده دي. محترم مقتي صاحب له ښاغلي یوسف کالا څخه د تسلیت او بشري مرستو مننه وکړه. متقي صاحب له زلزله ځپلو سره د اندونیزیا هیواد د مرستو په تړاو وویل چې د دوی مرستي به په ښه ګول اړمنو کورنیو ته تو زیع شي.