پرون د ترکمنستان جمهوریت په پلازمېنه، عشق‌آباد ښار کې د افغانستان اسلامي امارت د سفارت سرپرست محترم حاجي فضل محمد صابر چي د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت ګومارلی و، خپلو همکارانو ته وروپېژندل شو

‏چې موږ د افغانستان اسلامي امارت سره ولاړ یو. موږ سترې پروژې لرو، ټاپ، ټاپي او داسې نورې چې د سفارت په همکارۍ به یې پلي کولو ته هڅې کوو.
ښاغلي صابر ډاډ ورکړ چې افغان سفارت به په ټول توان ټول هغه خدمات چې د سفارت په لایحه وظایف کې دي په بشپړ تعهد او اخلاص سره به یې وړاندې کوي.‏په هغو مراسمو کې چې د ښاغلي صابر د معرفۍ لپاره نیول شوي وو، د سفارت پر دیپلوماتانو او ځايي عامو افغانانو او سوداګرو سربېره، د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیال محترم وفا حاجیوف او همکارانو یې هم ګډون کړی و.
ښاغلي حاجیوف وویل، موږ راغلي یو چې خپله دوستي او ورورګلوي ثابته کړو

MFA _Afghanistan

Read Previous

‏د ترکیې په پلازمېنه انقره کې د افغانستان سفارت کې جوړې شوې غونډې ته د بهرنیو چارو د وزیر مولوي امیرخان متقي صاحب بشپړه وینا

Read Next

‏د بهرنيو چارو وزير په مشري د ااا پلاوي د انقرې په افغان سفارت کې له ګڼ شمير افغانانو سره ليده کاته ترسره کړل.

Leave a Reply