۱۵ شَوَّال ۱۴۴۵

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر په اسلام اباد کې د افغان سفارت د کمپلیکس پروژې څخه لیدنه وکړه

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي د خپل درې ورځني رسمي سفر په وروستۍ ورځ د نومبر په ۴ مه نېټه د مالیې وزیر ملا هدایت الله بدري او د سوداګرۍ وزیر حاجي نورالدین عزیزي د سفارت د نوې ودانۍ د جوړولو له پروژې څخه لیدنه وکړه. په اسلام اباد کې د افغانستان د سفارت شارژدافیر سردار احمد شکیب او یو شمېر نور دیپلوماتان هم ورسره وو.