۱۰ ذُو ٱلْقَعْدَة ۱۴۴۵

پرون د ترکمنستان جمهوریت په پلازمېنه، عشق‌آباد ښار کې د افغانستان اسلامي امارت د سفارت سرپرست محترم حاجي فضل محمد صابر چي د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت ګومارلی و، خپلو همکارانو ته وروپېژندل شو

‏چې موږ د افغانستان اسلامي امارت سره ولاړ یو. موږ سترې پروژې لرو، ټاپ، ټاپي او داسې نورې چې د سفارت په همکارۍ به یې پلي کولو ته هڅې کوو.
ښاغلي صابر ډاډ ورکړ چې افغان سفارت به په ټول توان ټول هغه خدمات چې د سفارت په لایحه وظایف کې دي په بشپړ تعهد او اخلاص سره به یې وړاندې کوي.‏په هغو مراسمو کې چې د ښاغلي صابر د معرفۍ لپاره نیول شوي وو، د سفارت پر دیپلوماتانو او ځايي عامو افغانانو او سوداګرو سربېره، د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیال محترم وفا حاجیوف او همکارانو یې هم ګډون کړی و.
ښاغلي حاجیوف وویل، موږ راغلي یو چې خپله دوستي او ورورګلوي ثابته کړو