۱۷ رَمَضَان ۱۴۴۵

‏د افغانستان ا.ا په قزاقستان کې روان وضعیت له نژدې څاري او د یوه نږدې ګاونډي او سوداګريز شريک هېواد په توګه هلته د وروستیو نا ارامیو په اړه اندېښمن دی.

له حکومت او لاريون‌کوونکو څخه یې هیله کوي چې شته ستونزې د خبرو او سوله‌ييزو لارو حل کړي او دغه هېواد ته ارامي او ثبات را وګرځي.‏اسلامي امارت په سیمه کې امنيت او سياسي ثبات د اقتصادي ودې، سوداګرۍ او د ولسونو د نیکمرغه ژوند لپاره اساسي شرط بولي.