نن سهار د ا. ا. ا. د بهرنیو چارو وزارت په ستوري ماڼۍ کې د بهرنیو چارو وزیر، سیاسي او اداري معینانو په مشرۍ د پرونۍ دردوونکې پېښې د شهداوو او ټپیانو کورنیو ته د رسېدو او حال‌پوښتنې په باب د همغږۍ ناسته ترسره شوه.

محترم مولوي امیر خان متقي او محترم الحاج شیر محمد عباس ستانکزي د وزارت رئیسانو او کارکونکو ته لارښوونې وکړې چې د شهیدانو په جنازو او فاتحو کې ګډون وکړي، او د شهیدانو او ټپیانو کورنیو سره خواخوږي او لازمه مرسته هم وکړي.م