نن د جمهوري اندونيزيا د بهرنیو چارو وزیرې آغلې ريتنو مرسودي د ا.ا.ا. د بهرنيو چارو له وزیر ښاغلي مولوي امير خان متقي سره په يوه ځانګړې ټيليفوني مکالمه کې د بهرنيو چارو وزارت مخي ته پر غزیدلي سړک په ترسره شوې وحشیانه چاودنه کي شهیدانو ته دعاوکړه او د تسلیت مراتب یې وړاندې کړل

او په يو لړ موضوعاتو يې هم خبرې وکړې.

محترم مقتي صاحب له آغلې مرسودي څخه د غمشریکۍ او خواخوږۍ له څرګندولو مننه وکړه او همدارنګه یې د افغانستان او اندونیزیا د اړیکو په لاښه والي ټینګار وکړ .