د ملګرو ملتونو د عمومي منشي مرستیالې امینه محمد د یو لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ د ا.ا.ا. د بهرنیو چارو له وزیر مولوي امیر خان متقي سره وکتل.

په پیل کې د بهرنیو چارو وزیر د م.م. پلاوي ته هرکلی ووایه او هیله یې وښوده چې د افغانستان رښتینی انځور نړیوالې ټولنې ته منعکس کړي.ورپسې آغلې محمد افغانستان ته د خپل سفر موخه د وضعیت له نژدې لیدل او د ښځینه وو د زده کړو او کار په اړه افغان حکومت ته د نړیوالې ټولنې د پیغام رسول یاد کړل. آغلې محمد زیاته کړه، ملګري ملتونه او نړیواله ټولنه په دې تمرکز لري چې له افغانستان سره خپلې مرستې او تعامل ته دوام ورکړي.مولوي امیر خان متقي وویل، په پیل کې موږ له یو لړ ستونزو سره مخ و، له نېکه مرغه زیاته برخه ستونزې حل شوې دي؛ د مخدره موادو کښت صفر ته راټیټ شوی، ډاډمن امنیت راغلی، د څه کم ۱۰ میلیونه زده کوونکو پر مخ د زده کړو دروازې خلاصي دي.متقي صاحب زیاته کړه، په زیاته اندازه ښځي په تعلیمي او صحي سکتور کې په کار بوختې دي او کومو ښځو چې دفترونو کې کار کاوه هغوی ټولو ته معاشات رسول کیږي، د ښځینه زندانیانو کچه فوق العاده کمه شوې ده، د سوداګرۍ په برخه کې سهولتونه ایجاد شوي دي.همداراز، په ۸۳ شفاخانو کې په زرګونو معتادان تر درملنې لاندي دي. بناء د دې ټولو پرمختګونو په اړه د نړیوالې ټولنې لازمه همکاري اړینه ده.

د بهرنیو چارو وزیر وویل، د حکومت په رسمیت نه پېژندنه، پر مشرانو د سفري بندیزونو نه لیري کول او همدارنګه پر بانکي سیستم بندیزونه هغه عوامل دي چې هیوادوال یې له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دی؛ نړیواله ټولنه باید د دغو ستونزو په اړه مثبت ګامونه واخلي.

په پای کې آغلې محمد د بهرنیو چارو وزیر له څرګندونو مننه وکړه او د شته ستونزو د حل او د لا زیاتو پرمختګونو او همکاریو په اړه یې هیله وښوده.ښاغلې محمد ژمنه وکړه چې په افغانستان کي د خپلو سترګو لیدلی وضعیت به له نړیوالو سره شریک کړي او افغانستان سره به د مرستو په برخه کې هم کوټلي ګامونه واخلي.