په پیل کې ښاغلي سعید *د سازمان د سرمنشي ښاغلي حسین ابرهیم طه له لورې د* بهرنیو چارو وزارت مخته پر غزېدلي سړک د خونړۍ پېښې په تړاو د تسلیت پیغام شریک کړ او دا یې یوه دردناکه پېښه وبلله.
نوموړي افغانستان ته د O.I.C په مشرۍ د اسلامي نړۍ د علماوو او بشري مرستو رسونې په برخه کې د تخنیکي هېئتونو د راتګ خبر ورکړ، دغه راز نوموړي وویل چې نن د دغه سازمان له لورې د درې میلیونه ډالرو مرستو د وېش بهیر پیل شو.
ورپسې متقي صاحب د هغوی له غمرازۍ مننه وکړه، له افغانانو سره د هغوی مینه او اخلاص یې د ستاینې وړ وباله او هیله یې وښوده چې د مثبت تعامل او همغږۍ له لارې کولای شو چې د ستونزو په حل کولو کې پرمختګ وکړو.