په دغه ناسته کې د دواړو هیوادونو په سیاسي، اقتصادي او ټرانزیټي ودې، سیمه يیز ثبات، امنیت، دوه اړخیزو همکاریو د لا پیاوړتیا او مشترکاتو په باب مفصلې خبرې او د نظریاتو تبادله وشوه.
همدا راز د ناستي په پای کې په ایران کې افغان مهاجرینو ته د لا تسهیل او د نوي افغان حکومت له راتګ وروسته په افغانستان کې د مخدره موادو د کښت او قاچاق د مخنیوي او معتادینو د تداوۍ په تړاو هڅې وستایل شوې او د ګڼو نورو پرمختګونو په اړه معلومات تبادله شول.