په دې ناسته کې د افغانستان او چين پر دوو اړخيزو اړيکو، امنيتي مسايلو، اقتصادي همکاريو، سيمهييز اقتصادي اتصال، چين ته د افغانستان د صادراتو پر زياتوالي او ګڼو نورو سيمه ييزو مسايلو خبرې وشوې.
په سر کې د بهرنيو چارو وزير د خپل چينايي سيال سره، چي نوې دا دنده ورسپارل شوې، د ښې کاري اړيکې هيله څرګنده کړه. همداراز متقي صاحب د افغانستان په اړه د چين نوي بهرني سياست چې پکې د افغانستان خپلواکۍ، ملي حاکميت، ځمکنۍ بشپړتيا او ديني او کلتوري انتخابونو ته درناوی شوی، هرکلی وکړ.
د بهرنيو چارو وزير وويل چين په سيمه کې مهم رول لري او افغانستان لېواله دی چې چين سره د اقتصاد، تجارت او پانګونې په برخه ښه شريک شي.
د چين د بهرنيو چارو وزير وويل هېواد يې چمتو دی چې په ګڼو برخو کې افغانستان سره مرسته وکړي او د افغانستان امنيت او ثبات د چين لپاره اهميت لري.
ښاغلي چن ګانګ وويل چې چين چمتو دی چې افغانستان سره د لارې او کمربند سترې پروژه کې د شاملېدو لپاره مرسته وکړي.
ښاغلي چن ګانګ زياته کړه چې هېواد يې غواړي افغانستان سره سوداګري پراخه کړي، نوي هوايي دهليزونه پرانيزي او په راتلونکي کې له افغانستان د ځينو وچو او لمدو مېوو واردات پيل کړي.
په پای کې دواړو لوريو ژمنه وکړه چې د لېوالتيا وړ موضوعاتو کې به دوو اړخيزو همکاريو ته ادامه ورکوي.