۲۰ ٱلْمُحَرَّم ۱۴۴۶

د ا. ا. ا. د بهرنیو چارو وزیر محترم مولوي امیر خان متقي او د ازبکستان جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر محترم بختیار سعیدوف په سمرقند کې د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د ناستې په څنډه کې ولیدل.

دواړو لوریو پر دوو اړخیزو اړیکو، اقتصادي همکاریو، اقتصادي اتصال او د افغانستان په تړاو د ازبکستان پر مثبت دریځ هراړخیزې خبرې وکړې.
د بهرنیو چارو وزیر د ازبکستان له کوربه‌توبه د مننې تر څنګ وویل، چې افغانستان او ازبکستان مشترک دین او ژبه لري او ښه اقتصادي شریکان دي.
متقي صاحب وویل، افغانستان له خپلې لوري چمتو دی چې د افغان ټرانس رېل پټلۍ ټرانزيټي پروژې چارې پیل شي او دا کار به د سیمې په اقتصادي پيوستون کې ګټور رول ولري.
د بهرنیو چارو وزیر همداراز د افغانستان په تړاو د ازبکستان د ولسمشر له مثبتو دریځونو او اقداماتو مننه وکړه.
د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر وویل چې هېواد یې تل په افغانستان کې د سولې او ثبات پلوی دی او خوشاله دي چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر په سمرقند کې ویني.
ښاغلي سعیدوف وویل، د افغانستان اړوند مسایلو کې باید افغانستان حضور ولري او زیاته کړه چې د افغانستان له حضور پرته د افغانستان په اړه خبرې کول ګټه نه کوي. ده همداراز کابل ته د ازبکستان د وروستي پلاوي سفر ته اشاره وکړه او په کابل کې یې له هراړخیزو بحثونو خوښي څرګنده کړه.
د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر ټینګار وکړ چې د افغانستان بانک کنګل شوې بانکي زېرمې باید ازادې شي ځکه چې دا د افغانستان د خلکو د اقتصادي بیارغونې لپاره مهم دي.
ښاغلي سعیدوف وویل، هېواد یې د چا په کورنیو چارو کې لاسوهنه نه کوي.
د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر وویل، په تېر یوه کال کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ کچه ۸۰۰ میلیونو ډالرو ته رسېدلي او هیله من دی چې دا کچه تر دې هم زیاته شي.