۲۰ ٱلْمُحَرَّم ۱۴۴۶

د ااا د بهرنیو چارو وزارت په جنین ښار کې د صهیونیستي اشغالګرو روان پرلپسې ظالمانه بریدونه په کلکو ټکو غندي او ژر تر ژره یې د درېدو غوښتنه کوي.

د راپورونو لمخې په دغو وروستیو وحشیانه بریدنو کې چي لا هم دوام لري تر دې مهاله ١١ بېګناه فلسطینیان شهيدان، ګڼ شمېر نور ټپیان شوي او عامه تاسسات یې تخریب کړي دي.
د صهيونيستي ځواکونو له لورې دغه ډول ظالمانه کړنې د ټولو قوانینو خلاف عمل دی، چې دوام به یې د هیچا په ګټه هم نه وي او وضعیت به لا کړکېچن کړي.