افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې روزا اوتنبایو د ا. ا. ا. د بهرنیو چارو له وزیر مولوي امیر خان متقي سره وکتل.

په پیل کې آغلې اوتنبایو په هیواد کې د مثبتو پرمختګونو او فساد سره د مبارزې په برخه کې له لاسته راوړنو خوښي وښوده او زیاته یې کړه چې نړیوالې ټولنې ته یې په دې اړه مثبت پیغام رسولی.
همدارنګه نوموړې د ښځو د کار او تعلیم په اړه د نړیوالو نظریات او اندیښنې د بهرنیو چارو له وزیر سره شریکي کړې او زیاته یې کړه چي د ملګرو ملتونو مرستې به له افغانستان سره همیشه دوام ولري.
ورپسې ښاغلي متقي وویل په هیواد کې مثبت فعالیتونه تر بل هر وخت زیات شوي، ملوک الطوائفي، فساد او مخدره مواد له منځه تللي. بناء نړیواله ټولنه باید د قدر په سترګو ورته وګوري او د هیوادوالو کنګل شوې شتمنۍ، بانکي محدودیتونه او نوري اړونده ستونزې حل کړي.
په پای کې دواړو لوریو هوډ وښود چې شته ستونزو ته د حللارې موندلو په اړه به ګډه همکاري او تفاهم دوام ولري.