د ا.ا.ا. د ندرلينډ په هاګ ښار کې د يوه متعصب سياستوال له خوا د قران کریم نسخې شکول او بې حرمتي يې کول په کلکو ټکو غندي.

ا.ا. د دغه هیواد پر حکومت غږ کوي چې یاد افراطي شخص مجازات او د سياسي فعاليت جواز ترې واخلي ترڅو د اسلام مبارک دین او مسلمانانو په ضد په سيستماتيک ډول د سپکاوي، تعصب او کرکې خپرونې مخنيوی وشي.
موږ د اسلامي هيوادونو پر مشرانو هم غږ کوو چې د داسې کړنو د مخنيوي لپاره متحد دریځ غوره کړي ترڅو مسلمانان د خپل دين دفاع په اغيزمنه توګه وکړای شي.