د ملګرو ملتونو د سرمُنشي ځانګړې استازې، آغلې روزا اتونباييفا، پرون د جوزا په لسمه نيټه د بهرنيو چارو له وزير، مولوي امير خان متقي، سره وکتل.

په دې کتنې کې دواړو لورو د افغانستان او نړيوالې ټولنې تر مينځ تعامل او د افغانستان او سيمې پر روان وضعيت، او د راتلونکې له پاره د ښکيلتيا پر لارنقشې خبرې وکړې.

مولوي امير خان متقي په خپلو خبرو کې وويل چې په هيواد کې د امنيت او ثبات تر راتګ وروسته اوس د دې وخت را رسيدلی چې د تيوريکي بحثونو پر ځای پر عملي ګامونو غور وکړو چې د ملت کړاو کم شي.

آغلې روزا اتونباييفا وويل چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو لومړيتوب بشري وضعيت ته رسيدنه او دې ته کار کول دي چې افغانستان ته د بشري مرستو تر څنګ پرمختيايي مرستې هم راوړي.

د بهرنيو چارو وزير مولوي امير خان متقي له نړيوالې ټولنې سره د تعامل له پاره چمتووالی وښود او له مرستندويه ادارو سره يې د ا.ا.ا. له خوا د هر ډول همکارۍ ژمنه وکړه.