۲۰ ٱلْمُحَرَّم ۱۴۴۶

نن د ا.ا.ا. د بهرنیو چارو له وزیر مولوي امیر خان متقي سره د کرکټ ملي لوبډلې مسؤلینو او لوبغاړو وکتل.

په ناسته کې د بهرنیو چارو وزیر لوبغاړو ته تر ښه راغلاست ویلو وروسته خوښي څرګنده کړه چې افغانستان د یوې قوي او ویاړلې کرکټ لوبډلي څښتن دی او ټول لوبغاړي یې د هیواد لپاره ویاړ وبلل. محترم متقي صاحب د کرکټ بورډ مسؤلینو او لوبغاړو ته په خپلو خبرو کې وویل: کرکټ او نور ورزشونه کولای شي چې د سیمې او نړۍ په کچه د ولسونو او نظامونو ترمنځ د مثبتو اړیکو او د نیژدې والي سبب وګرځي، د ښه او سالم صحت لپاره فیغام و اوسي، دغه رازه متقي صاحب لوبغاړو ته د توصیو په ډول وویل: په کور دننه او بهر اسلامي او ملي ګټو ته ژمنیتا او د خپلي ادارې ښه اطاعت ستاسو د کامیابي راز دی، تاسو مثبت ذهنیتونه وړاندي کړئ او په عمل کې مو خپله دینداري، اسلامي اخلاق او هیودانۍ مینه تمثیل کړئ.
همداراز د بهرنیو چارو وزیر له لوبغاړو وغوښتل چې خپل منځي همږغي، هماهنګي او صمیمیت ته لا زیاته پاملرونه ولري او خپلو لوبیزو زده کړو ته دوام ورکړي تر څو د تیر په شان په ملي او بین المللي کچه هیواد وځلوي، لاسته راوړنې او افتخارات ولري. هغه وویل؛ لوبغاړي باید درک کړي چې افغان حکومت او ولس یې همکار او تر شا ولاړ دی.
دغه راز په ناسته کې د کرکټ بورډ سرپرست ښاغلي میرویس اشرف او د لوبډلي کپتان ښاغلي حشمت الله شهیدي د ټولو لوبغاړو په مشري د بهرنیو چارو له وزیر څخه مننه وکړه چې همېشه یې لوبغاړي تشویق کړي او د کرکټ بورډ له ادارې سره یې خپله همکاري جاري ساتلې، همدارنګه ښاغلي اشرف د بهرنیو چارو له وزیر سره د لوبغاړو ځینې غوښتنې او اړتیاوې هم شریکې کړې چې د متقي صاحب له لوري د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړل شو.
د ناستې په وروستۍ برخه کې ټولو لوبغاړو په خپل وار سره له اسلامي امارت څخه مننه وکړه چې د کرکټ بورډ مالي ملاتړ او د لوبغاړو وړتیاوو ته یې جدي توجه کړې ده، هغوی خوښي څرګنده کړه چې نوي افغان حکومت تر دې مهاله د کرکټ په ملي لوبډله کې هیڅ ډول شخصي غوښتنې او مداخلې ندي ترسره کړې، بلکې د مسؤلنیو له لوري همېشه د شفافیت، یووالي او ملي ګټو په نظر کې نیولو سره ورته توصیې شوې دي.
د ناستې په پای کي متقي صاحب په بهرنیو لیګونو کې د بوختو افغان کرکټ لوبغاړو لپاره د بریا او سلامتیا هیلې وړاندي او دعاء یې وکړه چې الله تعالی دې افغان لوبډله په هر میدان کې د اسلام، هیواد او اسلامي نظام د ځلا او پر مختګ سبب وګرځوي.