۲۰ ٱلْمُحَرَّم ۱۴۴۶

د دهراود د اوبو اندازه کولو دستګاه څخه د ایران ا.ج. تخنیکي هیئت د لیدنې په اړه د ا.ا.ا د بهرنیو چارو وزارت اعلامیه

د افغانستان اسلامي امارت ژمن دی چې په خپل قول او عمل کې هر ممکن خیر په ځانګړي ډول د اوبو په برخه کې چې د انسان د ژوند لپاره حیاتي ماده ده، خپلو وګړو او د ایران سیستان اوسیدونکو ته یې ورسوي. په همدې تړاو او د ابهامونو د لرې کولو لپاره د ۱۴۰۲ هجری شمسي کال د اسد د میاشتې په ۱۸مه نېټه د ایران اسلامي جمهوریت تخنیکي پلاوي ته زمینه برابره شوه تر څو د هلمند پر سیند د دهراود د اوبو اندازه کولو دستګاه کې د اوبو جریان وګوري او اندازه يې کړي.
ايراني پلاوي د دهراوود د اوبو اندازه کولو دستګاه کې د اوبو د جريان له لیدنې او اندازه کولو وروسته، روان کال د اقلیم د تغییر څخه د پیدا شوې سختې وچکالۍ له کبله، د تېرو کلونو په تداوم د نورمال اوبیز کال څخه په مراتبو کم ارزیابي کړ. په هغه ورځ چې ایراني پلاوي د دهراود په دستګاه کې اوبه اندازه کړې، د اوبو جریان په یوه ثانیه کې له اوه متر مکعب څخه کم و، چې دا وضعیت په واقعیت سره ټکان ورکوونکی دی.
د دې لیدنې په پایله کې ایراني پلاوي وموندله چې د هلمند سیند خورا کم د اوبو جریان لري او معاون سیندونه یې لکه ارغنداب، موسی قلعه، ارغستان او ترنک په بشپړه توګه وچ دي او یوازې د سیلابونو پر مهال په کې اوبه بهیږي چې په دغه ډول حالت کې دلتا سیمې ته د اوبو رسیدل خورا زیات ستونزمن شوي دي. ‎ همداراز د هلمند د سیند د اوبو د جریان د ارقامو او معلوماتو د تحلیل پر اساس په وضاحت سره څرګندېږي چې ايران د حقابې نه تامینیدلو کې هيڅ ډول انساني عمل او اراده دخیله نه ده، بلکې مجبره حالت د دې سبب شوی دى.
د افغانستان اسلامي امارت یو ځل بیا ټینګار کوي چې د باران ورېدو او د مناسبو شرایطو برابرېدو په صورت کې به د افغانستان نیمروز ولایت او د ایران اسلامي جمهوریت د سیستان د خلکو حقابه تأمین کړي.