د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت په ژورې خواشینۍ سره د مراکش په هیواد کې د زلزلې په اړه خبر ترلاسه کړ. د افغانستان اسلامي امارت په دې غمجنه پیښه کې د مراکش حکومت او شریفو خلکو ته د خپلې ژورې خواخوږۍ او ډاډګیرنې مراتب وړاندې کوي.

له الله تعالی څخه د دغه دردونکې پيښې شهيدانو ته جنت او زخميانو ته عاجله شفا غواړي.
په دې سختو شېبو کې د افغانستان اسلامي امارت هیله څرګندوي چې په ګډو هڅو او نړیوال پیوستون او ګډون سره به ژغورنکي ډلي په دې وتوانیږي چې دغه مشکلات له منځه یوسي او د ټپیانو د حالت د ښه والي او همدا ډول د بیارغونې لپاره به ژر تر ژره لاس په کار شي.