۲۰ ٱلْمُحَرَّم ۱۴۴۶

دا.ا.ا. د بهرنیو چارو وزارت په لیبیا کې د طوفان او سختو بارانونو له امله چې په پایله کې یې زرګونه کسان مړه، ژوبل او لادرکه شوي دي، په ژورې خواشینۍ سره خبر تر لاسه کړ . د ا.ا.ا. د بهرنیو چارو وزارت په دې غمجنه پیښه کې د لیبیا حکومت او شریفو خلکو ته د خپلې ژورې خواخوږۍ

او ډاډګیرنې مراتب وړاندې کوي، او د لوی څښتن تعالی د دربار څخه د دغې غمجنې پیښې شهیدانو ته د فردوس جنت او ټپیانو ته د عاجلې شفاء غوښتنه کوي. همدارنګه ددی بدی پېښی د ژوندي پاتې شویو لپاره د زغم او جمیل صبر استدعا کوي.
په دې سختو شېبو کې د افغانستان اسلامي امارت هیله څرګندوي چې د لیبیا دولت او ولس په ګډو هڅو ، سیمه اییزې او نړیوالې همغږۍ او پیوستون سره به وکولای شي چې دغه مشکلات له منځه یوسي او د بیارغونې او د قربانیانو د وضعیت د ښه والي لپاره به ژر تر ژره لاس په کار شي.