نن د ا.ا.ا. د بهرنیو چارو له وزیر محترم مولوي امیر خان متقي سره د اروپايي اتحادیې غړي اتریش هیواد د ازادۍ ګوند مخکښو غړو وکتل.

دناستې په پیل کې د بهرنیو چارو وزیر هغوی ته د هرکلي تر څنګ وویل؛ خوښ یم چې د افغانستان وضعیت له نیژدې او په حقیقي بڼه ووینئ، هغه وویل تاسو ته به څرګنده شي چې د افغانستان وضعیت تر هغه چې په مطبوعاتو کې ښکاره کیږي او ویل کیږي ډير مثبت متفاوت دی.
همدازار محترم متقي صاحب د ناستې په جریان کې د نورو موضوعاتو تر څنګ د اتریش په مرکز ویانا کې د افغانانو د ستونزو د حل په موخه د قونسلي خدماتو د وړاندي کولو او نورو تسهیلاتو د رامنځته کولو په تړاو هم خبرې وکړې.
ورپسې د اتریش هیواد د ازادۍ ګوند غړو په ناسته کې په نوبت وار ډول خبرې وکړې او ټولو په خپلو ویناوو کې د افغانستان وضعیت تر هغه ډیر ښه وباله چې مخکې له راتګ یې له مطبوعاتو اورېدلي وو، هغوی وویل؛ موږ کابل کي ازاد وګرځیدو له ځینو افغانانو سره مو د اوسني وضعیت په تړاو خبري هم کړې دي چې له هغوی سره د خبرو په پایله کې راته څرګنده شوې ده چې افغانان په اوسني وضعیت خوښ او خپل ژوند خوندي او مصؤن ګڼي.
دغه راز د ازادۍ ګوند غړي ښاغلي یوهانس وویل؛ زه تأسف کوم چې د افغانستان اوسنی مرکزي حکومت چې سرتاسري امنیت یې تامین کړی او په افغانستان کي یې د څلورو لسیزو ناخوالو ته د پای ټکی ایښی دی بیا هم په رسمیت نه پیژندل کیږي.
د ناستي په پای کي د ازادۍ ګوند غړو په ټینګار سره وویل او ژمنه یې وکړه چې دوی به د افغانستان د اوسني وضعیت ریښتنی انځور له ځان سره اروپاته نقلوي او هلته به یې له خپلو چارواکو، ولسونو او د اروپایي اتحادیې د غړو هیوادونو سره شریکوي.