دواړو لوريو د افغانستان او قرغزستان پر دوو اړخيزو اړيکو او افغانانو سره د قرغزستان پر بشري مرستو هراړخيزې خبرې وکړې. د افغانستان د بهرنیو چارو وزير د مسکو فارمټ په ګډون په سيمهييزو او نړيوالو ناستو کې د افغانستان په تړاو د قرغزستان له مثبت دريځ څخه ځانګړې مننه وکړه.