په دې ناسته کې د افغانستان، پاکستان او چين پر اړيکو، مشترکو ګټو او تهديدونو مفصلې خبرې وشوې.
د بهرنيو چارو وزير پاکستان سره د افغانستان اړيکې دوستانه وبللې او ټينګار يې وکړ چې د ستونزو د راپورته کېدو پرمهال بايد د رسنيزو څرګندونو پرځای له ديپلوماتيکو لارو يې د اواري هڅه وشي.
د پاکستان استازي هم ټينګار وکړ چې ستونزې د دوو اړخيزو ديپلوماتيکو چينلونو له لارې اوارې شي.
چينايي لوري د افغانستان او پاکستان د دوې اړخيزې ديپلوماسۍ ستاينه وکړه چې پر وخت يې اړوندو مسئلو ته حللاری موندلي دي.
چينايي لوري همداراز ډاډ ورکړ، چې په سيمه کې د امنیت، ثبات او پرمختګ د ملاتړي هېواد په توګه چمتو دی چې افغانستان سره په ګڼو برخو کې خپلې مرستې لا زياتې کړي.