د دې مرستو لومړۍ جوپه چې تېره اوونۍ هرات ته ورسېده، پکې خوراکي توکي، پوښاک، درمل د بيارغونې او ځيني نور د بېړني وضعيت د اړتيا وړ توکي شامل دي.
دغه مرسته د تاجکستان د ولسمشر د استازي ښاغلي صاحب جان او په کابل کې د تاجکستان سفارت د دیپلوماتانو او مل پلاوي له لوري په هرات کي له زلزلهځپلو سره د مرستې رسولو کمیسیون غړو ته وسپارل شوه.