په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري او پرمختيايي چارو نوي مسؤول او د يوناما مرستيال، ښاغلي اندريکا رتواتي، د بهرنيو چارو له وزير، محترم مولوي امير خان متقي، سره وليدل

په پيل کې د بهرنيو چارو وزير، ښاغلي اندريکا ته د هغه د نوې دندې له کبله مبارکي ور کړه او د يوناما له تلونکي مرستيال، ښاغلي ډانيل انډريس، څخه يې د هغه د ښه مديريت او هلو ځلو له کبله مننه وکړه او هغه ته يې د نوموړي په راتلونکې دندې کې د برياليتوب غوښتنه وکړه.

محترم متقي صاحب وويل چې د افغانستان اسلامي امارت په افغانستان کې د بشري او پرمختيايي کارونو له پاره مساعد چاپيريال رامينځ ته کړی چې له برکته يې په تېرو څه باندې دوو کلونو کې په دغې برخې کې کارونه په ښه ډول پر مخ تللي.

ښاغلي اندريکا د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ په چوکاټ کې د اسيا پاسيفيک سيمې د رئيس په توګه خپلې مخکېنۍ دندې ته په اشارې سره وويل چې له دې وړاندې يې هم د افغانانو د ستونزو، په ځانګړې توګه په ګاونډيو هيوادونو کې مېشتو او راستنېدونکو افغانانو د ستونزو، د کمولو له پاره هلې ځلې کړي، او هوډ لري چې په نوې دندې کې به په بشري او پرمختيايي ډګر کې د افغانانو د لاسنيوي له پاره لا ډېر کار وکړي.

په پای کې د بهرنيو چارو وزير ښاغلي اندريکا ته د اسلامي امارت له خوا د هر ډول همکارۍ ډاډ ور کړ.