۲۰ ٱلْمُحَرَّم ۱۴۴۶

د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د ایران اسلامي جمهوریت او پاکستان اسلامي جمهوریت ترمنځ وروستی تاوتریخوالی د اندیښنې وړ بولي او په دواړو ګاونډیو هیوادونو غږ کوي چې له زغم څخه کار واخلي

دا چې سیمه له اوږدو تحمیلي جګړو او بې‌ثباتیو وروسته د امنیت او ثبات ساه اخلي نو دواړه لوریو ته پکار ده چې د سیمه‌ییز ثبات د لا ټینګښت لپاره هڅې وکړي او د اختلاف وړ مسایل د دېپلوماتیکو چاینلونو له لارې په خبرو اترو اوار کړي.