۲۰ ٱلْمُحَرَّم ۱۴۴۶

د ا.ا.ا. د بهرنيو چارو وزارت اړوند د ډيپلوماسي انستېتیوت له دويمې درې میاشتنۍ تخصصي دورې څخه د ٢٢ حکومتي ادارو ١٢٨ تنه امارتي کارمندان فارغ او د فراغت سندونه یې د ځانګرو مراسمو په ترڅ کې تر لاسه کړل

په ياده فراغت غونډه کې د بهرنیو چارو وزير محترم مولوي امیرخان متقي، د همدې وزارت مالي او اداري معين محترم مولوي رحمت الحق فضیل، رئيسانو او د ډيپلوماسي انستېتيوت استاذانو او محصلينو ګډون درلود.په غونډه کې د بهرنيو چارو وزير مولوي امير خان متقي د خپلې وينا په مهال د ياد انستيتيوټ د مسئولينو او استاذانو له مخلصانه هڅو او محصیلنو د درس پر مهال زیار او توجه څخه مننه وکړه او هغوی ته يې د درې میاشتنۍ درسي دورې په ښه ډول د پایته رسېدلو مبارکي وويله. همداراز محترم متقي صاحب؛ د غونډې ګډونوالو ته د لازمو سپارښتنو او توصیو تر څنګ د ديپلوماسۍ انستېتیوت پر اهمیت او کاري مسؤلیتونو، د بهرنيو چارو وزارت په لاسته راوړنو، ډيپلوماتيکو اړيکو، سياسي باريکيو، د سيمې او نړۍ په سياست رڼا واچوله او د ټولو کشالو حل او د هېواد ښه راتلونکي لپاره يې د علم حصول او سیاسي ځیرکتیا اړينه وګڼل.په غونډه کې د بهرنيو چارو وزارت مالي او اداري مرستیال فضيل صاحب هم د علم، اهليت او اسلامي سياست په ارزښت وينا وکړه.د يادونې ده؛ چې د ويناوو په لړ کې د ډيپلوماسۍ انستيتيوټ رئيس مفتي نور الله عزام د دغه انسټیټیوټ موخې، روان فعاليتونه او راتلونکې برنامې روښانه کړې. همدارنګه د غونډې په جريان کې د استادانو او محصلینو په اسازيتوب هم خبرې وشوې او دوی خپلې خوښۍ، غوښتنې او مشورې د وزارت مقام او د غونډي له برخوالو سره شريکې کړې. ياده غونډه د فراغت دسندونو په ورکړې سره پای ته ورسېده.