په دې لیدنه کې د افغانستان او هندوستان تر منځ پر اقتصادي، ترانزیتي او د افغان سوادګرو د ویزو په مسایلو خبرې وشوې.افغان سوداګرو د هند جمهوریت او افغانستان تر منځ دوه اړخیزه سوداګري د دواړو هیوادونو د اقتصادي پرمختیا لپاره ارزښتمنه وبلله او له هندي لوري یې د دوه اړخیزې سوداګري د ودې او پراختیا او په وړاندې یې د شته ستونزو د لیري کولو او افغان سوداګرو ته د ویزو په ورکړه کې د اسانتیاوو راوستولو غوښتنه وکړه. د هند جمهوریت ځانګړي استازي افغان سوداګرو ته ډاډ ورکړ: چې د افغان سوداګرو مسایلو ته به جدي توجه کوي او د شته ستونزو د لیري کولو او په ویزو کې د اسانتیاوو د راوستولو ژمنه یې وکړه. په دوه اړخیزه سوداګري کې یې د صادراتو او وارداتو پر زیاتوالي ټینګار وکړ او ویې ویل: چې هندوستان غواړي چې د چابهار بندر له لارې سوداګري او تجارت ته وده ورکړي. افغان سوداګرو د چابهار له لارې د سوداګري اړوند ځینو ستونزو ته اشاره وکړه چې په ځواب کې یې د هند جمهوریت ځانګړي استازي د ستونزو د لیري کولو لپاره د جدي هڅو ژمنه وکړه.