په دې ناسته کې پر دوو اړخیزو اړیکو، سوداګرۍ، ټرانزیټ او وروستیو سیمهییزو سیاسي پرمختیاوو په تړاو هراړخیزې خبرې وشوې. دواړو لوریو د سیمې له هېوادونو سره د افغانستان اړیکې مخ پر ودې تعریف کړې او دا یې د ټولې سیمې په ګټه وبللې. په دې ناسته کې د ایران ځانګړي استازي د دوحې د وروستۍ ناستې په اړه هم معلومات وړاندې کړل.په دغه ناسته کې د بهرنیو چارو وزیر په ایران کي د افغانانو د ځینو ستونزو دحل، افغانستان ته د برېښنا د زیاتوالي، چابهار بندر په اړه د پرمختګ او د وروستیو ورښتونو په نتیجه کې، نیمروز او سیستان ته د ابو د رسیدو په اړه هم خبرې وکړې.