۲۰ ٱلْمُحَرَّم ۱۴۴۶

نن په کابل کي د پاکستان د سفارت سر پرست عبیدالرحمن نظاماني د ا.ا.ا د بهرنیو چارو له وزیر مولوي امیرخان متقي سره وکتل

په دې لیدنه کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ په سیاسي او اقتصادي موضوعاتو خبرې وشوې. متقي صاحب وویل: د سېمې هیوادونه ورځ تر بلې له افغانستان سره د مثبت تعامل د پراخېدا خوا ته تلونکي دي، سیمې دا درک کړې چې د افغانستان ثبات د سیمې د ابتکاراتو او هر اړخیز پرمختګ لپاره مثبت رول لوبولای شي او هیله یې څرګنده کړه چې د پاکستان نوی منتخب حکومت به د یوې مثبتې پالیسې له مخې د اړیکو په پیاوړتیا کې رغنده ګامونه واخلي.ښاغلي نظاماني وویل: چې د افغانستان او پاکستان تر منځ اړیکې ډیرې ارزښتناکې دي او نوی منتخب حکومت د اړیکو د پراختیا لیدلوری لري او هڅه کوي چې د شته ستونزو د لمنځه وړلو په برخه کې ګډ کار وکړي.دواړه لوریو د ډیورنډ پر کرښه د مسافرو، ناروغانو او سوداګریز تګ راتګ په اړه د اسانتیاوو په رامنځته کولو ټینګار وکړ.