۲۰ ٱلْمُحَرَّم ۱۴۴۶

د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د پاکستاني پوځیانو له خوا د افغانستان پر پکتیکا او خوست ولایتونو د بریدونو په غبرګون کې چې په پایله کې يې ښځینه او ماشومان شهیدان شول، په کابل کې د هغه هېواد د سفارت سرپرست احضار او احتجاجلیک یې ورته وسپاره

د ا.ا.ا. د بهرنیو چارو وزارت د یادو بریدونو د غندنې ترڅنګ پاکستان ته وریادوي، چې د افغانستان اسلامي امارت د نړۍ د زبرځواکونو پرخلاف د ازادۍ د اوږدې مبارزې تجربه لري او په خپله خاوره تېري په هېڅ ډول نه شي زغملی. د پاکستان نوی ملکي حکومت او ولس باید پرېنږدي، چي ځینې کړۍ په غیرمسؤولانه کړنو او غلطو پالیسیو د دوو مسلمانو ګاونډیو هېوادونو اړیکې پېچلې کړي.