۲۰ ٱلْمُحَرَّم ۱۴۴۶

د افغانستان لپاره د ایټالیا سفارت شارژدافېرې آغلې نتالیا کانتیوالا، د ياد هېواد ځانګړي استازي جان فرانکو پیتروزیلا او ورسره مل پلاوي د ا.ا.ا د بهرنیو چارو له وزیر محترم مولوي امیر خان متقي سره وکتل

د کتنې په لړ کې دواړو لورو د ملګرو ملتونو په چوکاټ کې د افغانستان په اړه د دوحې د وروستۍ ناستې او راتلونکو ناستو برسېره، له لوېديځو هېوادونو سره د ا.ا.ا د دوه اړخیزو او څو اړخیزو اړیکو د پراختیا او له افغانستان سره د ایټالیا د مرستو په اړه اندونه تبادله کړل.آغلې کوانتیوالا په کابل کې د ایټالیا د سفارت د فعالیتونو پراخولو له هڅو څخه هم يادونه وکړه او زیاته یې کړه، چې د ایټالیا جمهوریت د افغانستان له خلکو سره د بشري مرستو ترڅنګ په اقتصادي برخو کې له نړیوال بانک او خپلو شريکانو سره کار کوي، ترڅو د افغانستان اقتصادي ثبات لپاره ګټور ثابت شي. متقي صاحب وويل د ا.ا.ا د نړۍ له ټولو هېوادونو سره متوازنې اړیکې غواړي او د تعامل دروازې يې د ټولو هېوادونو پر مخ خلاصې دي. لوېديځ هېوادونه هم کولای شي، چې د نړۍ د نورو هېوادونو په څېر د ا.ا.ا سره تعامل ته را وړاندې شي او د افغانستان اړوند مسایل مخامخ مطرح کړي.ده همداراز زياته کړه، موږ د هر هغه فعالیت هرکلی کوو، چې د افغانستان د خلکو لپاره د هوساينې سبب کيږي.