۰۹ ذُو ٱلْقَعْدَة ۱۴۴۵

افغانستان لپاره د چین هیواد سفیر ښاغلي ژاوشینګ د ا.ا.ا. بهرنیو چارو وزارت له مرستیال مولوي رحمت الحق فُضیل سره وکتل

ښاغلي فُضیل نوموړي ته له ښه راغلاست وروسته وویل چې اسلامي امارت له چین هیواد سره اړیکو ته خاص اهمیت ورکوي او غواړي چې د دواړو هیوادونو تر منځ دا اړیکې لا ډېرې پراخې شي. همداراز یې په وروستیو کې د پاکستان له اړخه د افغانستان په حریم د تجاوز په اړه د چین لوري ته تفصیلي معلومات وړاندې کړل.فُضیل صاحب زیاته کړه چې د افغانستان اسلامي امارت تګلاره له سیمې سره په خصوصي او له ټولې نړۍ سره په عمومي ډول د مثبتو اړیکو تګلاره ده او نه غواړي چې هېڅ لوري سره یې اړیکې ترینګلې شي. د بهرنیو چارو وزارت مرستیال وویل چې د افغانستان د اقتصاد محوره پالیسۍ له مخې زموږ ګټې دا ایجابوي چې د سیمه ایز نښلون او اقتصادي پرمختګ په موخه له سیمې سره مثبې اړیکې ولرو.د چین سفیر ښاغلي ژاوشینګ وویل چې دوی د سیمې امنیت او ثبات د چین په شمول د ټولو هیوادونو په ګټه بولي او ژمنه یې وکړه چې په دې برخه کې به خپلو هڅو ته دوام ورکوي.