د بهرنيو چارو وزارت مرستيال سره د‌چين ځانګړي استازي وکتل

په دې کتنه کې د دوه اړخیزو موضوعاتو او اړيکو ترڅنګ؛ د افغانستان او پاکستان ترمنځ په وروستي کړکېچ بحث وشو.
دوکتور محمد نعیم وويل چین او افغانستان دوه تاريخي ګاونډي هېوادونه دي چې ډېر مشترکات سره لري نوموړي دچين هېواد له ملاتړ څخه مننه وکړه او ويې ویل، اسلامي امارت له ټولو هېوادونو سره د متقابلو اړيکو پر بنسټ تعامل ته ژمن دی او هيچاته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د نورو پر ضرر وکاروي.
نوموړي زیاته کړه چې متأسفانه پاکستان له تېرو څلورو کلونو راهیسې د اسلامي امارت حوصله ازمايي؛ تر دې چې اسلامي امارت ځوابي عکس العمل ته اړ ايستل شو د اسلامي امارت ثابت موقف دا دی چې د ستونزو حل او هوارې په خبرو او تفاهم کې دی.

د چین استازي یوشیاو یونگ وويل، چین د افغانستان سره د اوږدمهاله او پر متقابل احترام ولاړو اړیکو د پیاوړتیا هیله لري او د دې هېواد د ملي حاکمیت او ارزښتونو درناوی کوي. نوموړي زیاته کړه، چین هڅه کوي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د شخړو د حل لپاره رغنده رول ولوبوي او په دې لړ کې د قطر او ترکیې د منځګړیتوب هرکلی کوي.