۱۰ ذُو ٱلْقَعْدَة ۱۴۴۵

د ا.ا.ا. د بهرنیو چارو له وزیر محترم مولوي امیرخان متقي سره دپاکستان هېواد د سوداګرۍ وزارت مرستیال ښاغلي محمد خرم آغا او ورسره راغلي پلاوي وکتل

‏یاده لېدنه چې موخه یې د سوداګریزو، ترانزيټي او اقتصادي اړیکو پیاوړتیا وه؛ په پیل کې محترم متقي صاحب د دواړو هېوادونو ترمنځ په یادو برخو کې پر شته ستونزو او د هغوی پر حللارو مفصلې خبرې وکړې. دغه راز د هیواد د بهرنیو چارو وزیر د دواړه هیوادونو ګډو مشترکاتو او ولسي ارزښتونو ته د درناوي په باب څرګنده کړه چې حکومتونه یې د تامین مسؤلیت لري، متقي صاحب همداراز یادونه وکړه او لازمه یې وګڼله چې په سوداګرۍ او ترانزيټ برخو کې دي د شته ستونزو د حل لپاره هم په ګډه او مخلصانه ډول اقدامات وشي.ورپسې ښاغلي خرم آغا له افغان حکومت څخه افغانستان ته د عوت ورکولو له امله د مننې ترڅنګ وویل چې دوی د افغانستان.ا.ا د صنعت او سوداګرۍ وزارت له مسئولینو سره په خبرو بوخت دي او ډاډ یې وښود چې انشاءالله په لند وخت کې به په یادو ساحو کې ټولو شته ستونزو ته د امکان تر بریده د حل لارې و مومي.د ناستې په پای کې دواړه لوریو د سوداګریزو او ترانزیټي اړیکو د پراختیا او پیاوړتیا ترڅنګ د ډیورنډ پر فرضي کرښه په عبوري لارو کې د مسافرو، ناروغانو او سوداګرو د تګ راتګ په اړه د اسانتیاوو په رامنځته کولو ټینګار وکړ.