۲۰ ٱلْمُحَرَّم ۱۴۴۶

د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د صهیونیستي رژیم له خوا د اشغال شوي فلسطین په اغوار سیمه (اُردن سیند) کې د مصادرې او نویو ښارګوټو جوړولو اعلان په کلکو ټکو غندي.

دصهیونیستي رژیم وروستیو اقداماتو نړیوالو قوانینو په تیره بیا نړیوال بشري قوانینو ته د دغه رژیم عدم پابندي په ډاګه کوي او د دغه ډول یو اړخیزو اقداماتو دوام او د فلسطین د خلکو حقونو نه سترګې پټول به دسیمې د حالاتو د لا خرابیدا سبب شي.د افغانستان اسلامي امارت له نړیوالو او په ځانګړې توګه د سیمې له اغېزمنو مسلمانو هېوادونو څخه تمه لري چې د فلسطین مظلومو خلکو د ملاتړ په پار خپل قانوني، انساني او اخلاقي مسوولیتونه ادا کړي او په اشغال‌شویو سیمو کې د غیر قانوني ښارګوټو د پراخېدو مخه ونیسي.