د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د سوریې په پلازمینه دمشق کې د ایران اسلامي جمهوریت د سفارت پر کونسلۍ څانگه د صهيونيستي رژیم بريد د ديپلوماتيکو نورمونو ښکاره نقض او په سيمه کې د ناامنۍ د پراختيا پاروونکی اقدام بولي او په کلکو ټکو يې غندي
د افغانستان اسلامي امارت د نړۍ او سيمې له تأثيرگذاره هېوادونو غواړي چې په غزه کې او له غزې تړانگې هاخوا د هغه رژيم د جنايتونو مخنيوی وکړي.د دغه رژيم د جنايتونو دوام له يوې خوا د سيمې او نړۍ امنيت ته پر يوه جدي گواښ بدل شوی او له بلې خوا يې د نړيوالو قوانينو او سازمانونو د مؤثريت په تړاو جدي پوښتنې راولاړې کړې دي.