۰۹ ذُو ٱلْقَعْدَة ۱۴۴۵

‏په منځني ختیځ کې د وروستيو پېښو په تړاو د ا.ا.ا. د بهرنيو چارو وزارت اعلامیه

صهيونيستي رژيم د خپلو جناياتو په دوام د اپرېل پر لومړۍ نېټه د ټولو ديپلوماتيکو نورمونو او نړیوالو قوانینو پرخلاف د سوریې پلازمېنه دمشق کې د ايران سفارت کونسلۍ څانگه په نښه کړه، چې په ځواب کې يې ‏د ایران اسلامي جمهوریت تېره شپه مشروع دفاعي اقدامات ترسره کړل.د تېر کال له اکټوبر راهيسې صهيونيستي رژيم په غزه کې تر دري دېرشو زرو زياتو ملکيانو د نسل‌وژنې په دوام په سيمه کې د نورو هېوادونو د حريم د نقضولو او د ناامنۍ پراخولو په پاروونکو اقداماتو هڅه کړې چې په غزه کې له خپلو جنايتونو د نړۍ پام په بله واړوي.د افغانستان اسلامي امارت د نړۍ او سیمې پر ټولو مؤثرو هېوادونو غږ کوي چې د کړکېچ د لا پراختیا د مخنیوي لپاره د صهیونستي رژیم د جنایاتو د درولو په موخه خپلې هڅې ګړندۍ کړي.