۱۰ ذُو ٱلْقَعْدَة ۱۴۴۵

د افغانستان اسلامي امارت او د چين ولسي جمهوريت د بهرنيو چارو وزارتونو د اړوندو سياسي څانگو په مشرۍ د بشري مرستو او اقتصادي بيارغونې د رابطې ميکانيزمونو درېيمه ناسته په بیجينگ کې ترسره شوه

په دې ناسته کې د ا.ا.ا. د بهرنيو چارو وزارت سربېره د صنعت او سوداگرۍ، کانونو او پټروليم، د کډوالو او بيرته راستنېدونکو چارو او د طبيعي پېښو پر وړاندې د امارت وزارت استازو گډون درلود.د چين له لوري د هغه هېواد د سوداگرۍ، طبيعي سرچينو، د چين نړيوالې پراختيايي ادارې اونړيوالې همکارۍ ادارو استازو برخه اخیستې وه.په دې ناسته کې د بشري مرستو د ميکانيزم په برخه کې په تېرو دوو نيمو کلونو کې د طبيعي پېښو، د اجباري راستنه شوو کډوالو د ځای پر ځای کولو او د روغتيا په برخه کې د چين پر مرستو کتنه وشوه.افغان پلاوي د چين د مرستو د مؤثريت د لا زياتېدو په موخه خپل وړانديزونه او سلا مشورې چينايي اړوندو لوريو سره شريک کړل.چينايي لوري ژمنه وکړه چې افغانستان سره د چين بشري مرستې د افغان لوري د اړتياوو او لومړيتوبونو په پام کې نيولو سره تنظيم کړي. چينايي لوري همداراز ژمنه وکړه چې افغانستان سره د اجباري راستنه شوو کډوالو د مېشتېدو په برخه کې د چين د سل میلیونه يوانو مرستو کې به د افغان لوري وړانديزونه په پام کې ونيسي. همداراز د چين سره صليب ټولنې ژمنه وکړه چې په چين کې د افغان ماشومانو د زړه ناروغيو د درملنې د بياپيل زمينه برابره کړي.همداراز د افغانستان د اقتصادي بيارغونې ميکانيزم په چوکاټ کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداگرۍ پر زياتوالي په ځانگړې توگه چين ته د لا زیاتو افغان توکو د صادرولو د زمينې برابرولو، ظرفيت لوړونې او په افغانستان کې د کانونو او معاصرې سوداگرۍ په برخه کې د چين د پانگونې د فرصتونو په اړه هر اړخیزې خبرې وشوې. دواړو لوريو چين ته د افغانستان د جلغوزو له صادراتو وروسته د انارو د صادراتو د زمينې برابرولو هرکلی وکړ.همداراز دواړو غاړو په افغانستان کې د نفتو د استخراج کچې لوړولو او د لوگر مس عینک کان د استخراج د پيلولو په برخه کې د وروستيو پرمختگونو په اړه خبرې وکړې او ټينگار وشو چې د چارو د چټکتيا په موخه پر طرحو غور وشي.افغان لوري د چين په ملاتړ د افغانستان د حکومت په گڼو وزارتونو او ادارو کې د ملکي مامورينو د ظرفيت لوړونې د روزنيزو پروگرامونو هرکلی وکړ. پر دې سربيره، چينايي لوري ژمنه وکړه چې د افغانستان له اړتيا سره سم به افغان زده‌کوونکو ته د سکالرشپونو لړۍ پراخه کړي.همدارنگه په دې ناسته کې د واخان کوريډور د اهميت او احتمالي گټو او د دې کوريډور د پرانيستو پر امکاناتو هم بحثونه وشول.